د افغانستان پیاوړی او پېژندل شوی لوبغاړی راشد خان چې په نړیواله کچه بې شمېره مینهوال لري د راشد خان بنسټ (Rashid Khan Foundation) په نوم خیریه ټولنه جوړه کړې.
راشد خان د دغې ټولنې اړوند خپل ټوېټر کې لیکلي :«ټول ستر کارونه نشم کولی، خو کوچني کارونه له بې سارې مینې او الهام سره کوم. د مهربانۍ کوچنی اقدام له سترو ارادو څخه غوره دی. د راشد خان بنسټ به د ماشومانو زده کړې، د یتیمانو سره مرسته، د څښاک پاکې اوبه او روغتیايي پاملرنې په برخو کې افغان ماشومانو سره مرسته وکړي.»
د نړۍ یو شمېر پېژندل شوي لوبغاړي د راشد خان دغه ارزښتناک اقدام ستایلی او مبارکي يي ورکړې.
راشد خان په دې اړوند له امریکا غږ سره مرکه هم کړې او دغې مرکې کې يي ویلي :«زه د افغانستان او افغانانو دعاوې دې ځای ته رسولی یم، اوس يې وخت دی چې خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړم.»
راشد خان ویلي چې په پیل کې به د ۵۰۰ یتیمو ماشومانو د زده کړې لگښت پر غاړه اخلي او دغې موخې لپاره به نژدې راتلونکي کې یو شمېر ماشومانو څخه ازموینه هم واخلي.
راتلونکی پړاو کې به د راشد خان بنسټ د څښلو لپاره پاکې اوبه، روغتیايي اسانتیاوې او نورو برخو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.
راشد خان اوسمهال د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو د نړۍ تر ټولو غوره او بریالی توپ اچوونکی مقام خپل کړی.
راشد خان توانېدلی ډېره لږه موده کې د کرېکټ د تاریخ تاریخي رېکارډونه مات کړي او په نړیواله کچه شهرت او مینهوال پیدا کړي.
راشد خان په انډین پرېمیر لیگ، کرېبین پرېمیر لیگ، بنگلهدېش پرېمیر لیگ، د استرالیا بېگ بش لیگ کې لوبېدلی او اوسمهال د انگلینډ وېټالېټي بلاسټ لیگ کې لوبېږي چې دلته هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.