راشد خان د ای پي اېل سیالیو اتمه لوبه کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په اتمه لوبه کې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې د راشد خان په ښې لوبې سره راجستان رایلز ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې په یادو سیالیو کې نن درې بجې د کینګز اېلېون پنجاب او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ او ماښام ۷ بجې د ډیلي او کلکتې لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي.

تېره شپه د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدر اباد او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

راجستان لوبډلې په دې لوبه کې د سمسون په ښې توپ وهنې سره شلو اورونو کې د دوه لوبغاړو په زیان حیدراباد لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.

توپ اچونه کې راشد خان او ندیم یوه یوه ویکټ واخېسته.

مقابل کې یې حیدراباد لوبډلې یاد هدف ۱۹ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو په شتون کې وګټله.

ډېوېد وارنر ۶۹، برسټو ۴۵ او په ورستیو کې راشد خان په ۸ بالونو د یوې شپږې او یوې څلوریزې په مرسته ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دې سیالیو کې به نن ۷ بجې ډیلي کاپیټالز لوبډله له کلکته نایټ رایډرس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.