راشد خان د ملا د درد له امله د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه لوبېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان نن د تمریناتو پر مهال د ملا په برخه کې درد محسوس کړی دی چې د ډاکټر له معایناتو وروسته نوموړي ته د یوې اونۍ ارام ورکړل شوی دی. د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو په وینا، راشد به په یاده موده کې له بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته چې د سریلانکا پروړاندې وروستۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په موخه له لوبډلې سره یوځای شي.
انځور: د افغانستان کرکټ بورډ پاڼې څخه.