د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۸ کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي اعلان کړل، چې له افغانستان څخه پکې د راشد خان نوم راغلی دی.
راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی و.
نوموړي په ۱۴،۴۵ اوسط سره ۴۸ ویکټې اخیستي.
راشد خان دغه راز د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او مهمې ویکټې یې اخیستې وې.
د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې لوبډله کې څلور-څلور لوبغاړي له انګلستان او هندوستان هېوادنو دي او پاتې درې له افغانستان، بنګله دېش او نیوزلنډ څخه ټاکل شوي دي.
د راشد خان په ګډون په اعلان شوې لوبډله کې د ویرات کوهلي، روهیت شرما، جاسپریټ بومرا، کولدیو یادو، جوني بیرسټو، ، جويي روټ، روس ټیلر، جوس بټلر، بین سټوکس او مستفیض الرحمن نومونه راغلي دي.
د کرکټ نړیواله شورا هر کال د بېلابېلو ځانګړتیا لهمخې د کال غوره لوبغاړي اعلانوي او بیا ترې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره یوه لوبډله جوړوي.