راشد خان د ۵۰ اوره لوبو الرانډرانو لېست کې لومړی مقام خپل کړ

 د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان د ۵۰ اوریزو لوبو الراونډرانو لېست کې په ۳۵۳ نمرو لومړی مقام خپل کړی.

دویم مقام د بنګله دېش شکیب الحسن او دریم مقام کې یې محمد نبي عیسی خېل دی.

راشد د ۵۰ اوریزو لوبو توپ اچونکو درجه بندۍ کې هم له هندي جسپریټ بومرال وروسته په دویم نمبر کې دی او په شل اوریزو توپ اچونکو کې هم لومړی مقام له ځان سره لري.

راشد خان د افغانستان لپاره له ۵۲ یو ورځنیو لوبو څخه په ۵۰ اننګزونو کې توپ اچونه کړې او  ۱۱۸ ویکټې یې یې اخستي دي.

په ۱۴،۴۷ اوریج سره یې توپ اچونه کړې او په هر اورکې یې ۳،۹۰ منډې ورکړي دي.

نوموړي په ۳۵ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۶۴ لوبغاړي اوټ کړي، په ۱۲،۴۰ اوریج سره یې توپ اچونه کړې او په هر اور کې یې ۶ منډې ورکړي دي.

راشد خان په ښي لاس لیګ برک ګوګلي توپ اچونه کوي او په لږ وخت کې يې په ښو لوبو سره د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

نصرت الله عمرزی