راشد خان مزانسي سوپر لیګ کې د جوزي سټارس مقابل کې ښه وځلېد

د مزانسي سوپر لیګ کرکټ سیالیو کې راشد خان د جوزي سټارس لوبډلې مقابل کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه وځلېد، خو بیا یې هم لوبډلې لوبه وبایلله.

په دې لوبه کې د راشد اړوند دوربن هیټ لوبډلې جوزي سټارس لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړ.

جوزي سټارس لوبډلې یاد هدف ۱۹،۴ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د یوې ویکټ او دوه توپونو په شتون کې وګټله.

که څه راشد خان ښه توپ اچونه وکړه، خو د نورو توپ اچونکو له خوا د زیاتو منډو ورکول هغه څه وه، چې دوی یې له ماتې سره مخ کړه او له مخکې تګه پاتې شول.

راشد په خپلو څلور اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي، چې له جملې یې د راشد اړوند دوربن هیټ لوبډله د جدول په وروستي مقام کې ده.

دوی ۸ لوبې کړي، چې ۶ یې بایللي، یوه یې ګټلې او یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

دوربن هیټ لوبډله به ددې سیالیو په ۲۷مه لوبه کې سبا ماخستن ۶ بجې د لومړي مقام لرونکي کاپي ټاون بلیټز لوبډلې سره مخ شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی