راشد خان مزانسي سوپر لیګ کې د خپلې لوبډلې سره یوځای شوی

راشد خان د مزانسي سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه سویلي افریقا ته تللی او خپلې دوربن هیټ لوبډلې سره یوځای شوی دی.

نوموړي په دې لیګ کې خپله لومړۍ لوبه د نیلسن لوبډلې پر وړاندې پیل کړه.

نیلسن لوبډلې لومړی توپ وهنه پیل کړه ۱۴م اور کې یې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې کړې وې، چې باران شو او لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

راشد درې اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ واخیسته.

دغه لیګ د نومبر په ۱۶مه نېټه پېل شوی او د ډیسمبر په ۱۶مه به پای ته ورسېږي.

دروبن هیټ لوبډلې د راشد په نه شتون کې تر دې دمه ۷ سیالۍ ترسره کړي، چې یواځې یوه ګټلې، ۵ یې بایللي او یوه لوبه یې د راشد په شتون کې، چې تېره شپه ترسره شوه بې پایلې پای ته ورسېده.

دروبن هیټ لوبډله باید خپلې پاتې لوبې وګټي تر څو وتوانیږي دویم پړاو ته لار پیدا کړي، دغې لوبډلې په خپله ټویټر پاڼه د راشد خان په ګډون خوښې ښودلې او هیله من دي چې د راشد په مرسته به پاتې لوبې وګټي او دویم پړاو ته به لاړ شي.

په دې لیګ کې به نن د راشد اړوند دوربن هیټ لوبډله د جوزي سټارس لوبډلې سره د ماښام په ۴ نیمو بجو لوبه پیل کړي.

خبریال : نصرت الله عمرزی