راشد خان نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ

دغه ځوان افغان توپ اچونکي له ویسټ انډيز سره په ۵۰ اوره سیالۍ کې خپله سلمه ویکټه هم واخیسته او نړیوال ریکارډ يې جوړ کړ.

راشد دغه شمېر کسان په ۴۴ پنځوس اوریزو سالیو کې سوځولي دي.

له دې وړاندې دغه ریکارډ اسټرالیايي تېز توپ اچوونکي میچل سټارک سره و.

ده د پنځوس اوره سیالیو په ۵۲ لوبو کې سل ویکټې اخیستې دي.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو وروستۍ لوبه همدا شېبه د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ جریان لري.

له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ له ایرلینډ سره په سیالۍ کې راشد د سوځول شويو لوبغاړو شمېر ۹۹ ته ور ورساوه او اوس يې سل کړه.

ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره افغانستان د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

دا په داسې حال کې ده چې راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په جدول کې هم تر ټولو مخکښ بالر دی.