څو ورځې وړاندې د راشد پلار د پیښور په حیات آباد سیمه کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شو او په هماغې سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
راشد خان د پلار جنازې یا د هغه فاتحې ته سفر ونه شو کړای، خو د هغه له مړینې څخه یوه ورځ وروسته یې هم په لوبه کې برخه واخېسته او ولوبېد.