راشد خان ۲۰ اوریزه لوبو کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ

راشدخان د ښې توپ اچونې په وجه شل اوریزه نړیوالو لوبو کې هم لومړي مقام ته ځان ورساوه.

د کریکنفو د ویب پاڼې د معلوماتو لمخې راشد خان د ۷۵۹ نمرو په درلودلو سره د جدول لومړی مقام ترلاسه کړ او په دویم مقام کې نیو زېلېنډی ایش سدهي په ۷۰۰ نمرو ځای لري.

راشد ته له زیمبابوۍ سره تر سیالیو وروسته په یو ورځینیو لوبو کې لومړی مقام ورکړل شو.

نوموړی د ۵۰ اوریزه لوبو الراونډرانو په لېست کې هم تر نبي وروسته په څلورم مقام کې دی.

محمد نبي هم په ۲۰ اوریزه او هم په ۵۰ اوریزه الراونډرانو لېست کې دريم مقام له ځان سره لري.

راشد خان په ښي لاس لیګ بریک ګوګلي توپ اچونه کوي، چې تردې دمه ۲۹ شل اوریزه نړیوالې سیالۍ ترسره کړي او ۴۷ لوبغاړي یې پکې سوځولي دي.

نوموړی د هندوستان ای پي ایل،د بنګله بي پي ایل، د ویسټ اینډیز سي پي ایل او استرالیا بي بي ایل سیالیو کې لوبیدلی او ښه ځلیدلی.

نصرت الله عمرزی