راشد خان ۷۹ ناسوځېدلې منډې او ۴ وېکټې ترلاسه کړي

راشد خان د هند په غوره ليګ سياليو کې بيګاه شپه په څلورو اورونو کې ديرش منډې ورکړې او څلور لوبغاړي يې وسوزول او همدا راز په ۳۲ توپونو يې ۷۹ منډې ناسوځېدلې وکړې، هغه په روانو ای پي ايل سياليو کې تر ټولو د زياتو ویکټو اخيستوونکی لوبغاړې شو، هغه تر اوسه ۲۳ لوبغاړي سوزولي.