راشید خان لس اوریزو سیالیو کې د ګډون په موخه اماراتو ته ورسېد

ټاکل شوې د لس اوریزو کرکټ سیالیو دویم پړاو راتلونکې چهارشنبه په متحده عربي اماراتو کې د کراچینز او راجپوټ لوبډلو په لوبې سره پیل شي.

په دې سیالیو کې د ګډون په راشد خان اماراتو رسېدلی دی.

نوموړی د حضرت الله ځاځي او نجیب الله ځدران سره یو ځای د ماراتا عربینز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي.

د دوی لوبه د پنجاب په وړاندې راتلونکې پنجشنبه د شپې په اته نیمو بجو ده.

په لس اوریزو کرکټ سیالیو کې د راشد، حضرت الله ځاځي، نجیب الله ځدران، محمد شهزاد، مجیب الرحمن او قیس احمد په ګډون به ځيني نور افغان لوبغاړي هم ولوبیږي.

له ياد ليګ وروسته به راشد خان په سويلي افريقا (مزانسي سوپر ليګ) کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

لس اوریزي کرکټ سیالۍ تېر کال د لومړي ځل لپاره ترسره شوې او په زیاته کچه مینه وال لري.

دغه ليګ د ۸ لوبډلو ترمنځ روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه په شارجه لوبغالي کې پېليږي او د ديسمبر مياشتې په ۲مه نېټه پای ته رسيږي، چې په کې به ټولې ۲۹ سیالۍ ترسره شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی