راضیه وايي، له دوو ورونو او وړو خویندو سره د خښتو په بټیو کې ګرو ده

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ، کوم ځای کې چې له اقتصادي پلوه  ډیرې لویدلې کورنۍ د اوړي په سرو غرمو او  د ژمي په یخو سیلیو کې له  یخو خټو څخه خښتې جوړوي.

په دې بټیو کې خو لویه بدبختي لا دا ده چې سلګونه کم عمره کوچنیان او نوي رالوې شويې انجونې هم  د ډیرې بیوزلۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پېدا کولو له غمه، خپلې هیلې له خاورو سره خاوري کوي او د بټۍ سرو لمبو ته یې وراچوي.

له دغه بټیو څخه یوه د حاجي میرویس بټۍ ده چې، له تیرو څوارلسو کلونو څخه په کې د دوو ورونو خور، راضیه، له ډيرې کم عمرۍ څخه له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه په بټیو کې خپله روزي پېدا کوي.

راضیه د انعکاس راډیو له خبریال محمدزمان سهیل سره په مرکه کې وايي، ډیره وړه وه چې پلار يې په حق رسیدلی او دې هم له هماغه وخته د خپل ژوند ناڅرګند برخلیک پسې د خښتو د بټیو په خاوره کې ځغاسته پیل کړې.

د راضیه نورې خبرې په لاندې غږیزه مرکه کې واورئ.