لاندې اجتماعي اصول بايد مراعت کړو.
۱- ولې واده نه کوې؟
۲- ولې دومره چاغ شوی یې؟
۳- ولې دې وېښتان توی شوي دي؟
۴- ولې کار نه کوي او بې کاره یې؟
۵- څومره معاش دې دی؟
۶- ولې دومره ډنګر شوی یې؟
۷- ولې دومره خراب شوی یې؟
۸- رنګ دې ولې ژیړ دی؟
۹- ولې امتحان کې ناکامه شوې؟
۱۰- ولې دې له فلاني سره دوستي ده؟
۱۱- ولې فیسبوک کې دومره لېکني او عکسونه پوسټوې؟
۱۲- ولې عکسونه اخلي؟
۱۳- دا ډول کالي دې ولې کړې؟
ولې ډوډۍ نه زر جګېږې؟
ولې لوى وېښته پرېږدې؟
ولې دا ډول سندرې اورې؟
ولې دا ډول ايډيالوژي او فکر لرې؟
راځئ د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله ونه کړو، د هغوی شخصي حریم ته درناوی وکړو او له ځانه سپک جوړ نه کړو.