راځئ چې د ژوندانه یوولس قانونه له بیل ګیټس څخه زده کړو

ژباړوونکې: اوږۍ امانزۍ

بیل ګیټس نه یوازې د مایکروسافت موسس دی بلکې د دې سترې کمپنۍ په ستره نړۍ کې یو متفکر دی. په دي وروستیو کې یې د امریکا په یو ښوونځي کې له زده کوونکو سره خبرې اترې وکړې او هغو ته یې وویل چې ولی د دوی تدریسي بهیر د ژوندانه حقیقتونه نه ښیې؟ نوموړی د ښه ژوند لپاره زده کوونکو ته یوولس قانونه زده کړل تر څو د خپل ژوند څخه ناهیلي نه شي:

لومړي قانون: ژوند عادلانه نه دی، او دا ومنئ چې ستاسو نه به بهتره او لوړ کسان په کې وي نو ښه ده چې دا ومنئ او خپل ژوند ته ادامه ورکړئ.

دوهم قانون: د نړۍ لپاره تاسو ته په خپل نفس باور کول اړین  نه دي، نړۍ ستاسو د لاسته راوړنو انتظار لري  او تاسې همغسي عیاروي.

درییم قانون: له ښوونځي  وروسته به تاسو سمدستي د معاش خاوندان نه یاست، تاسو یوه اوږده لاره د مالي استقلال د لاسته راوړلو لپاره په مخکې لرئ .

څلورم قانون: که چېري سوچ کوئ چې ښوونکی مو سخت ګېره دی نو په تمه شئ  چې په خپل کاري چاپیریال کې د خپلو رییسانو سره چلند وکړي.

پنځم قانون: که سوچ کوئ چې د کباب په یوه رستوران کې کار کول له ستاسو سره نه ښايي؛ نو د خپلو نیکونو په اړه سوچ وکړئ او له هغو یې زده کړئ چې هرې  دندې ته یې د طلایي چانس په سترګه کتل.

شپږم قانون: که چېري په ژوند کې مو کومه سهوه وکړه ستاسو د کورنۍ ګناه په کې نه شته، نو شکایت کول پرېږدئ او د خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړئ.

اووم قانون: ستاسو له زېږېدنې مخکي ستاسو مور او پلار داسې زاړه او ستړي نه وو هغوی ستاسو د ساتني او تاسو ته د  ژوندانه د اسانتیاوو د برابرولو په ترڅ کې داسې شوي، نو تاسو هم د امازون ځنګل د ژغورنې سوچونه پرېږدئ، خپله کوټه او المارۍ پاکه او منظمه کړئ او په دې توګه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړئ.

اتم قانون: د نوي سیستم  له امله په ځېنو ښوونځیو کې کامیابي او ناکامي له منځه تللې، د کامیابېدلو او ناکامېدلو مسله یې له پامه غورځولې، خو رښتیني ژوند داسې نه دی باید ومنئ چې کله به ګټوونکي او کله به بایلونکي  یاست.

نهم قانون: ژوند د ښوونځي په څیر رخصتي نه لري، نو خپله لاره  ومومئ، خپلي غوښتني او موخې وټاکئ او د لاسته راوړلو لپاره یې عملي تګ لاره غوره کړئ، ژوند د ښوونځي په څیر مهالویش نه لري دلته باید خپله خپل ځانته مهال ویش جوړ کړئ تر څو د خپلو موخو څخه لري پاتې نه شئ.

لسم قانون: تلویزیوني خپرونې او یا هر هغه څه چې د سینما په پردو ګورئ د حقیقي ژوند نماینده ګي نه کوي. په رښتیني ژوند کې وګړي کار لري، ستونزې لري، نو تاسې د ژوندانه د حقیقتونو درک کول زده کړئ.

یوولسم قانون: هر هغه څوک چې ستاسو په کتاب کې د عجیب او لوده په نوم مشهوره دي له هغو سره په درناوي چلند وکړئ څوک څه پوهېږې چې یوه ورځ به هغوی په تاسې حکومت وکړي.