د ترکیې ولسمشر رجب طب اردوغان نن واشنګټن ته روان شوی او له ولسمشر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکو سره په ځینو مهمو مسایلو خبرې او ملاقات لري.
د ترکي چارواکو په وینا په دې سفر کې دواړه مشران به د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکيې د پوځي عملیاتو، د ترکیې له لوري له روسیې څخه د اس-۴۰۰ میزایلو د اخیستلو او د واشنګټن-انقرې ترمنځ د امریکا اف-۳۵ جنګي الوتکو د قرارداد په اړه به خبرې او بحث وکړي.