رسنۍ: ایران څلور زره پاکستانیان د عراق او سوریې جګړو ته استولي دي

څلور زره پاکستانیان د ایران په وېزو عراق او سوریې ته د جګړو لپاره تللي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په وروستیو کې د جګړو لپاره زرګونه پاکستانیان د ایران له ویزو او پاسپورت په استفادې یا ددې هېواد په مرسته د عراق او سوریې په جګړو کې ښکېل دي.

د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي ادارې هڅه پيل کړې ده، چې ددغو کسانو هویت څرګند کړي. پاکستاني چارواکو ویلي داسې وېره شته، چې دا کسان په سوریه او عراق کې تر جګړو وروسته بېرته پاکستان ته را وګرځي او هلته په جګړه کې ښکېل شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ایران له لوري د عراق او سوریې جګړې ته د نورو هېوادونو د وګړو د لېږلو په اړه راپورونه خپرېږي. تر دې وړاندې هم په افغانستان کې ګڼو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې سلګونه افغانان په عراق او سوریه کې د ایران لپاره جګړه کوي.