د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپورونو پر بنسټ کېدای شي محمد کیف د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی وټاکل شي.
د هندوستان ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرانو د هندوستان دغه پیاوړی او مشهور پخوانی لوبغاړی سره په دې اړه خبرې هم کړي.
محمد کیف د هندوستان د کرېکټ یو ځلاند ستوری دی چې د پیاوړې او چټکې ډگر ساتنې له امله يي ځانگړی شهرت درلود او ۲۰۰۳ نړیوال جام کې د هندوستان د ملي لوبډلې برخه وه.
د کرېکټ ملي لوبډلې د پخوانی مشر روزونکی لالچند راچپوت یو کلن تړون د اگست په ۳۱مه پای ته رسېدلی او کرېکټ بورډ پرېکړه کړې چې د نوموړی تړون به نه غځول کېږي.
لالچند راجپوت په دې اړه رسنیو ته ویلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ ترې افغانستان کې د اوسېدو غوښتنه کړې وه خو نوموړی نه غواړي خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
اوس کېدای شي د نوموړی پر ځای یو بل پېژندل شوی او تجربه لرونکی لوبغاړی محمد کیف د ملي لوبډلې مشر رزونکی وټاکل شي.
د ټایمز اف انډیا راپور له مخې محمد کیف به د افغانستان کرېکټ بورډ مشرانو سره چې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزی شامل دي وویني.
محمد کیف د هندوستان کورنۍ کرېکټ او انډین پرېمیر لیگ سیالیو کې له مختلفو لوبډلو سره د ډگر ساتنې روزونکی په توگه هم کار کړی.
محمد کیف هندوستان لپاره ۱۳ ټېسټ او ۱۲۵ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې کړي. نوموړی ۱۲۵ یوې ورځنیو لوبو کې د ۳۲٫۰۱ په اوسط ۲۷۵۳ منډې جوړې کړي.