رشوت اخیستل او د کارمند ځانګړتیاوې

رشوت د ۸۳ لویو ګناهونو له ډلي څخه ۳۲مه لویه او کبیره ګناه ده:

هر دولتي کارمند چې په هر دولتي موقف کې وي باید ځان د دې ګناه له ګندګۍ څخه مصؤن او محفوظ کړي، ځکه دا  داسې ګناه ده چې نه یوازې دولتي کارمند ځان د جهنم په سوزناکه اور لوروي بلکي د دې علاوه په ټولنه کي هم  په کثرت سره د جرایمو او د ظلم د تاریکو بندې دروازې پرانیزي.

ځکه عادل او اسلامی دولت د رب له لوری د رب پر بندګانو یوه داسې بې مثله او بې بیه عطاء ده، چې نه یوازې اسلام مبارک دین عطاء ده بلکې د مسلم امت د هر کمزوري او زورور فرد حقوق هم پکې خوندي او په امان دي چې رشوت د همدغې سترې الهي تحفې (دولت) قوت او ډار له منځه وړي او خلکو ته د جرایمو جرات او غیر مستقيمه بلنه ورکوي، نو دولتي کارمند باید د دې ګناه له ارتکاب څخه ځان وساتي، موږ الحمدالله موحدین او مؤمنان یو، په دې عقیده یو که مو په دنیا کې د دې جرم مجازاتو څخه ځانونه ونه وژغورل نو عقبی کې مو د خلاصون هیڅ  چانس نشته، ځکه رشوت ګناه کبیره ده.

علماء  کرام د ګناه کبیره په تعریف کې د ګناه کبیره یوه علامه اخروي عذاب او همدارنګه لعنت ذکر کوي چې د رشوت خوړونکي لپاره دا دواړه ذکر شوی چی په راتلونکو ایاتونو او احادیثو کي به یې ولولو.  الله ﷻ فرمایي:

﴿ وَلَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ وَتُدْلُوا بِهَآ إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوٰلِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۸۸]

ژباړه: او تاسې مه په خپلو منځو کې يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندې کوئ چې تاسې ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ؟.

همدارنګه له عبدالله بن عمر – رضي الله عنها – څخه روایت دې چي رسول الله ﷺ وفرمایل:«لَعَنَ رسول الله صلی الله علیه وسلم الرَّاشِی وَالمُرْتَشِی» (رواه ابوداود)

ژباړه:په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي دي لعنت وي معاذالله لعنت څه وړه خبره نه ده الله ج موږ دلعنت معنی او مفهوم سره داسي اشناء کوي.

همدارنګه الله ﷻ فرمايي:

﴿ أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَمَن يَلْعَنِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا ﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۵۲]

ژباړه: همداسي خلك دي چي الله ﷻ پرې لعنت کړی دی، او پرچا چې الله لعنت وکړي بيا د هغه لپاره هیڅ مرستندوى نه شي موندلی.

همدارنګه ابو حمید الساعدي رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ داسد د قبیلې یو کس چې ابن لتبیه نومېده د عامل په صفت ولېږه چې د صدقې مال راوړي، کله چې ابن لتبیه راغی نو مال یې دوه ځایه کړ او ویې ویل دا ستاسې دی دا نور زما دی

نو رسول الله ﷺ منبر ته وختلو او خطبه یی وویله: څه دي هغه عامل ته چې زه یې د عامل په صفت ولېږم بیا وایي دا څه شیان ستاسې دي او دا نور خلکو ماته ډالۍ راکړي دې، ولې نه کېني د پلار یا مور په کور کې، نو بیا دې ورته خلک ډالۍ راوړي. یعنې کومې ډالۍ چی تاته خلکو راوړي دي دا یی د رشوت په ډول درکړې دي ترڅو ته ورسره تخفیف وکړې، که دا وجه نه وی، ولې يې هغه وخت درته تحفې نه راوړې چې تاته دا دنده نه وه درسپارل شوې او ته په کور کې وې.

بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: قسم مې دې په هغه ذات وي چی زما روح یې په قبضه کې دی، نو هر هغه څوک چې دا کار وکړي نو دغه مال د رشوت اوښ، یا غوا یا وزه چې چا اخیستې وي نو دوی به رمباړې وهي، او د دغه رشوت اخیستونکي په اوږو به بار وي.

بیا رسول الله ﷺ لاسونه اوچت کړل دعاء یې وغوښته تردي چې تخرګونه مبارک یې ښکاره شول او ویې ویل: ای الله تعالی! ما ستا دین ورسولو، دغه خبره يې دوه ځله وکړه (رواه ابوداود وترمذی)

لیکنه: عبدالواحد رسولي