رمیز راجا وایي د کرکټ پیچ باید شل متره شي

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی کرکټ لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر وايي د کرونا ویروس تهدید په صورت کې که کرکټ ترسره کېږي نو د توپ د شاین کولو یا لباس پورې د توپ موښل باید پای ومومي ترڅو د کرونا ویروس توپ ته انتقال نشي، چې دا چاره د بالر بالېنګ اغېزمنوي نو جبران کې یې باید دوه متره د پیچ اندازه راکمه شي.

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني توپ وهونکي رمیز راجا ویلي، چې د کرونا ویروس په اوږدو کې که کرکټ کېږي، نو د پیچ یا ویشتن ځای اندازه دې له ۲۲ مترو څخه شل مترو ته راښکته شي.

د هغه په وېنا دا متره واټن دې ځکه راکم کړل شي، چې بالر به توپ په لباس یا جامو نه شاین کوي ترڅو د کرونا ویروس مخه ونیول شي.

د هغه په خبره که توپ اچوونکی توپ په جتمو ونه موښي او شاین یې نه کړي، نو بیا توپ ریورس سوېنګ نه شي کولای او په دې ډول بالر باندې منفي اغېز غورځي او توپ وهونکی یې بیا ټکوي، نو په دې خاطر دې پيچ رالنډ کړل شي ترڅو بالر ښه توپ اچونه وکړي او کرکټ ورسره خوندور شي.

رمیز راجا د پاکستان لپاره په ۱۹۹۲ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام کې هم لوبېدلی و او هغه کرکټ جام پاکستان ګټلی و.

راجا اوسمهال د کرکټ نړۍ غوره مبصر دی او په خورا ښکلې لهجه د لوبو کمېنټري کوي.

دی د تبصرې ترڅنګ د کرکټ لوبو په تړاو نظریات هم وړاندې کوي.