رنبیر کپور، ډیپيکا او سونم سینمايي همزولي دي

نن په بالیووډ کې کې د رنبیر کپور، ډيپیکا پاډوکون، او سونم کپور ۱۰ کاله پوره شوه. دوې په ۲۰۰۷ کال بالیووډ ته راغلل.

د ډيپیکا پاډوکون لومړی فلم (اوم شانتی اوم) په ۲۰۰۷ کال کې په همدې ورځ یغنې د نومبر په ۹ مه خپور شو. اوم شانتی اوم د شارخ خان او ډیپیکا مخکښ فلم و.

رنبیر کپور او سونم کپور بیا په ګډه لومړی فلم (ساوریا) په ۲۰۰۷ کال کې خپور شو، خو له ماتې سره مخ شو.

له دې وروسته بیا رنبیر کپور نور کامیاب فلمونه جوړ کړل. د رنبیر کپور او کټرینه ګډ فلم (عجب پریم کی غضب کهاني) هم خورا ډير کامیاب و. دې فلم د رنبیر کپور او کټرینه ترمینځ شخصي اړیکې هم جوړې کړې.

رنبیر کپور ټول ټال ۱۷ فلمونه جوړ کړي، چې تر ټولو ډیر کامیاب يې (ای جواني هی دیواني) و. دا فلم د رنبیر کپور او ډیپیکا ګډ فلم و، چې په ۲۰۱۳ کال کې خپور شو.

ډیپیکا پاډوکون بیا ددې لسو کلونو په موده کې ۲۱ فلمونه جوړ کړل، چې ډیر کامیاب يې د شارخ خان سره ګډ فلم – چينايي ایکسپریس و، چې په ۲۰۱۳ کال کې خپور شو.

سونم کپور بیا ټول ټال ۱۴ فلمونه جوړ کړي. تر ټولو يې کامیاب فلم بیا د سلمان خان سره ګډ فلم پریم راتن دن پایو فلم و، چې په ۲۰۱۵ کال کې خپور شو.