رنبیر کپور یو ځل بیا د کټرینه کیف زړه مات کړ

د هندي سینما وتلي اداکار رنبیر کپور چې د کټرینه کیف پخوانی ملګری و، ویلي يې دي، چې د خپلې مور په خوښه واده کوي.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې داسې اننګیرنه وه، ګنې کټرینه کیف او رنبیر کپور بیرته سره یوځای شي.

د رنبیر کپور مور او پلار ادعا کوي، چې رنبیر کپور هیڅکله هم ښه نجلۍ د ځان لپاره نه ده ټاکلې.

د نوموړي مور وايي، چې دده ځوی به ددې په خوښه واده کوي. رنبیر کپور هم د مور سره منلې چې د هغې په خوښه به واده کوي.

د کټرینه کپور او رنبیر کپور د جلا کیدو اصلي علت اوس هم معلوم نه دی؛ خو ویل کیږي، چې ګنې کټرینه کیف په رنبیر کپور پسې شله وه، څو واده ورسره وکړي.

خو رنبیر کپور دومره لوی قدم اخیستو ته لا تیار نه وو.