رنویر سنګ د خپلې مینې له پلار سره لیدلي

د بالیووډ ستوري رنویر سنګ په خپل انستګرام د خپلې انډيوالې له پلار سره ګډ عکس خپور کړی دی.

له کله چې د انوشکا شرما او ویرات کولي واده شوی، په هندوستان کې د مینانو هیلې لوړې شوې.

ډیپیکا پاډوکون د بالیووډ مخکښه اداکاره ده. د راپورونو له مخې د هغې او رنویر سینګ ترمینځ د یارانې په تار کلونه تیر شول.

تازه رنویر سینګ د ډيپیکا پاډوکون له پلار پرکاش پاډوکون سره لیدلي دي او له هغه سره سیلفي عکس په خپل انستګرام خپور کړی.

ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ له باجیرو مستاني فلم راورسته په پاډوماوتي تاریخي فلم کې ګډ ولوبیدل. پاډوماوتي چې ټاکل شوې وه، د ډيسمبر په لومړۍ نیټه خپور شي، لا هم ځنډيدلای.

فلم په هند کې سیاسي او کلتوري غبرګونونه پارولي او یو شمیر ډلو د ډیپیکا پاډوکون او د فلم د ډاریکټر بهانسولي د وژلو ګواښ هم کړی.

رنویر سنګ او ډیپیکا پاډوکون که څه یو له بل لپاره خپله مینه لا هم له خلکو پټه ساتلې، خو بیا هم رسنۍ دوې څاري او تمه لري، چې د انوشکا او ویرات په څیر به دا جوړه هم ژر خپلو هیلو ته ورسیږي.