رنویر سنګ د هندي سینما یو له ژمنو او خواریکښو اداکارانو څخه ګڼل کیږي. هغه اوس د سنجی لیلا بهانسولي تر لارښوونې لاندې په پاډماوتي فلم کې کار کوي.
پاډماوتي د هند په تاریخ جوړیدونکې ډارمه ده، چې پکې د رنویر سنګ سربیره، ډیپیکا پاډوکون او شاهد کپور هم کار کوي.
فلم د اکشن تر څنګ ژورو احساساتو او جذبې ته هم اړتیا لري.
تازه رنویرسنګ د فلم د کلایمیکس (غوټې د سپړلو) برخه، چې اساسي برخه ګڼل کیږي، جوړوله، چې د شوټينګ په وخت يې سر ژوبل شو.
د نوموړي له سر څخه وینې روانې وي، خو نوموړي شوټینګ ته ادامه ورکړه، تر هغې چې ورته د شوټینګ د ودرولو وویل شوه.
رنویر سنګ نژدې روغتیايي مرکز ته وړل شوی او د سر ټپ يې څو ټکونه هم خوړلې دي.
هغه ونه توانیده، چې پرون د کرن جوهر په کلیزه کې ګډون وکړي.
ډاکتران وايي، د رنویر سنګ وضعیت ښه دی، او ژر به بیرته خپل شوټینګ پیل کړي.
له دې وړاندې، د فلم د ښځینې ادکارې ډیپیکا پاډوکون غاړه خوږیدله، چې له امله د فلم شوټینګ یو څه وخت لپاره وځنډیده.