رنویر سینګ په هند کې پر پاکستاني هنرمندانو بندیز غندلی

د بالیووډ نوموتی فلمي ستوری رنویر سینګ چې د خپل څلورو پرله پسې کامیابه فلمونو له امله په فلمي ستورو او عامو خلکو کې د محبوبیت کچه لا پسې زیاته کړې، په دا ورستیو کې د هند له لوري پر پاکستاني فلمي ستورو او سندرغاړو د بندیز لګولو له امله خوښ نه بریښي او د دي کار غندنه یې هم کړې ده.

هند پر پاکستاني فلمي ستورو او سندرغاړو وروسته له هغه بندیزونه ولګول او هم د هند څخه وویستل چې پر هندي نیمه وسله وال پوځ باندې په کشمیر کې برید وشو او هند تر پولې هاخوا په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر مرکزونو بریدونه وکړل او د دواړه هیوادونو اړیکې خرابې شوې.

رنویرسینګ په دې تړاو تر پوښتنې وروسته وویل، زه ډیر ښه پوهېږم چې دلته داسې د فکرونو یو مکتب دی چې یو نه باید هنر او ورزش ور سره ګډ کړي دا جلا قلمرونه دي.

نوموړي زیاته کړې،په حین وخت کې موږ هنرمندانو او ورزش کارانو هغه ډول چي زموږ وګړي قرباني کوو، موږ نه قرباني کېږو، هنر او ورزش جلا قلمرونه دي، سرحدات یې باید جلا وي