روزنيز ورکشاپ

  • ژباړه: محمد انور اندړ

روزنيز ورکشاپ هغه لنډمهاله روزنيز پروګرام ته وايي، چې د يوې ځانګړې موضوع په اړه د يو شمېر کسانو د روزنې او ظرفيت لوړولو په موخه جوړېږي، روزنیز ورکشاپونه د محصلينو، يا يوې ادارې د کارمندانو لپاره په دې موخه جوړېږي چې په اړونده تخصصي برخه کې پرمختګ وکړي کاری ظرفیت يې زیات او په کاري برخه کې يې محدویتونه کم شي. روزنيز ورکشاپونه په هره برخه کې جوړېږي؛ لکه: اقتصاد، ارواپوهنه، هنر، طب، ټولنپوهنه او….

يو معیاري روزنيز ورکشاپ جوړول او نورو ته د پوهې او تجربې لېږدول، ډېر با مسوولیته کار دی، دا رهنما به له موږ سره مرسته وکړي چې خپل ټول کارونه د ورکشاپ جوړولو په وخت کې د یوه منظم پلان له مخې تنظیم کړو، که ورکشاپ مو منظم وي، نتیجه به يې هم خامخا ښه وي.

يو معياري روزنيز ورکشاپ باید څو ځانګړنې ولري:

– ورکشاپ باید د ګډونوالو په ذهنونو کې فکري توپان په څپو کړي، یعنې موضوعات داسې مطرح کړو چې د ورکشاپ د ګډونوالو ذهنونه فعال او د موضوع په اړه يې د خلاقیت قوه راويښه شي.

– ورکشاپ بايد په تعاملي توګه ګډونوالو ته زده کړه ورکړي، په دې معنا چې ګډونوال يوځای پر اړونده موضوع بحث او کار وکړي او يوې واحدې نتيجې ته ورسېږي.

– د ورکشاپ ګډونوال باید د يوې شبکې په ډول په موضوع کې شريک کړو د هغوی اندونه او معلومات له يو بل سره شريک کړو چې د اړوندې موضوع نتیجې ته ورسېږو.

– له دې سره سره، باید د مسئلې د حل طریقه هم عملي کړو؛ په دې معنا چې موضوع د ژوند د يوه واقعي مسئلې په توګه مطرح کوو، له ګډونوالو غواړو چې دا مسئله دوی څنګه حل کوي، هر ګډونوال مختلفې لارې چارې ښيي چې مسئله پرې حل کيدای شي.

کومو شيانو ته چې اړتيا لرو:

مخکې تر دې چې د ورکشاپ پروګرام نتظيم کړو، باید له ځان سره يو کاغذ ولرو.

۱- د ورکشاپ پروګرام مو تنظيم کړئ

کومه پاڼه چې مو را اخيستې پر هغې باندې دا لاندې عناوین په يو جدول کې وليکئ:

موضوع

جزئیات

د زده‌کړې سبک

وخت

مواد

مثلا:

د ورکشاپ پلان:

موضوع جزئیات د يادولو سبک وخت مواد
۱ موضوع ۱ فرعي موضوع
۲ فرعي موضوع
۲ موضوع ۳ فرعي موضوع
۴ فرعي موضوع
۳ موضوع ۵ فرعي موضوع
۶ فرعي موضوع
۴ موضوع ۷ فرعي موضوع
۸ فرعي موضوع

۲- د هغو موضوعاتو په اړه تصميم ونيسئ چې ګډونوالو ته يې ور زده کوئ

که پر دې پوه نه‌شئ چې غواړئ چېرته لاړ شئ، هيڅکله به لاړ نه‌شئ.

د يوه روزنيز ورکشاپ طراحي بېخي همدا ډول ده، که تاسې په دې پوه نه‌شئ چې څه غواړئ ګډونوالو ته ورزده کړئ، د ورکشاپ طرح مو ناسمه او ورکشاپ به مو بې اغېزي او ګډوډ وي. د ګډونوالو په اړه فکر وکړئ چې کوم شيان باید زده کړي. آيا ټول هغه څه چې تاسې يې په ورکشاپ کې واياست اړين دي؟ هڅه وکړئ چې دا درې موضوع ګانې د ورکشاپ د پلان په وخت کې په پام کې ونیسئ. مثلا که غواړئ د کچالو په اړه زده کړه ورکړئ، لاندې ټکي واضح کړئ:

د روزنيز ورکشاپ په پای کې ګډونوال:

  • پوهېږي چې کچالو څنګه او په کوم وخت کې وکري.
  • د حاصل ټولولو تر وخته له هغو ټولو مشکلاتو سره یې د مبارزې طریقې زده کړې چې د کچالو کروندې ته پېښېږي.
  • د کچالو کرلو د وسايلو په اړه يې پوره پوهاوی حاصل کړی دی.

پر دې سربېره د اهدافو روښانول له تاسې سره مرسسته کوي چې ګډونوال په روزنيز ورکشاپ کې د ګډون يا نه ګډون تصميم ونيسي.

۳- د ورکشاپ ګډونوال سم وپېژنئ

تاسې باید پر دې پوه شئ چې د ورکشاپ د ګډونوالو د پوهاوي کچه مو په کومه اندازه ده؟ خلک د يادولو او زده کولو لپاره بيلابيل سبکونه لري، يو شمېر کسان له بحث، ډلييزو تمرينونو يا تصويرونو څخه ښه زده کړه کولای شي، يو شمېر نور بيا لږ څه کمزوري وي، دې ته ترجیح ورکوي چې په خبرو کولو کې برخه واخلي، او يو شمېر نور له ترکيبی زده‌کړو ښه اخذ کوي.

د اطلاعاتو او معلوماتو تر ورکولو مخکې د هغوی تخصص کشف کړئ او د هغه پر اساس هغه محتوا چې ارايه کوئ يې، تنظيم يې کړئ. د ورکشاپ د دایرولو په وخت کې هغوی ته د معرفي فرصت ورکړئ، او دا ټکی مه هيروئ چې ځينې کسان ډېرې مرستې ته اړتيا لري.

۴- هر موضوع په دریو نورو وړو موضوعاتو وويشئ

په دویمه شماره کې مو ذکر کړل چې د زدکړې ورکولو لپاره درې موضوعګانې وټاکئ، اوس باید هره موضوع په دريو وړو نورو موضوعاتو ووېشو، لکه په هغه ډول چې زموږ اوله موضوع دکچالو کرلو څرنګوالی و، اوس دا موضوع په لاندې وړو موضوعاتو وېشو:

  • د کچالو کرلو مناسب وخت
  • د اړتيا وړ توکې او وسايل
  • هغه خاوره چې د کچالو کرلو لپاره مناسبه ده

۵- د هرې برخې د وړاندې کولو د سبک په اړه تصميم ونيسئ

که مخکېني موارد مو په ښه ډول سر ته رسولي وي، اوس کولای شئ د وړو موضوعاتو د وړاندې کولو لپاره غوره طريقه او سبک وټاکئ. د زده‌کړې ورکولو سبکونه کېدای شي په لاندې ډول وي.

ارایه:

په دې سبک کې تاسې معلومات او اطلاعات په سلايډونو او چارتونو کې بيانولای شئ، ګډونوال تاسې ته غوږ نيسي، د يوې موضوع د ښه پوهاوي لپاره د اثبات معلومات ورکوئ.

عمومي بحث:

دا يو ساده سبک دی چې تاسې موضوع مطرح کوئ او ټول ګډونوال د دې موضوع په اړه بحث کوي، د دې کار یو مثبت ټکی دا دی چې زر تر زره نتېجې ته رسېږئ.

ګروپي کار:

دا سبک هغه وخت کاروو چې کله د يوې موضوع په اړه په انفرادي توګه ګډونوال قانع کوونکی ځواب نه‌شي موندلای. ګډونوال په ګروپونو وېشو، له هغوی غواړو چې د خپل ګروپ ټول نظريات دې واوري او يو مناسب ځواب دې ور نه راوباسي، بيا يې د ګروپ ټول غړي واوري او ورباندې متفق شي. وروسته د ټولو ګروپونو ځوابونه اورېدل کېږي او مناسب ور نه انتخابېږي.

دوه نفري بحث:

دا ډول وېشنه په هغو ورکشاپونو کې کېږي چې ګډونوال يې کم وي، دوه نفري بحثونه تر څو نفري بحثونو جدي وي.

انفرادي:

دا سبک هغه وخت کارول کېږي چې ګډونوال دې ته اړتيا لري چې په انفرادي توګه د موضوع په اړه فکر وکړي، یا يو متن ولولي. (هر څوک د لوستلو بېل سرعت لري، دا ناسمه ده چې يو نفر دې متن ولولي او نور ټول دې غوږ ورته ونيسي.) په دې مرحله کې هغوی ته موضوع په یوه کاغذ کې ورکړئ چې و يې لولي.

۶- د لازمو جزئیاتو زياتول

اوس مو چې خپل مخاطبان وپېژندل، پر دې هم پوه شوئ چې هغوی ته څه شی ور زده کوئ او څه ډول يې ور زده کوئ. بايد د جزئیاتو يو ستون ترتيب کړئ. په دې ستون کې هر هغه کار ياداشت کړئ چې غواړئ تر سره يې کړئ، مثلاً د کچالو په مسئله کې موږ لاندې شيان ياداشت کوو:

فرعي موضوع: د کرلو غوره وخت يې.

د ور زده کولو سبک: ارايه+ ګروپي کار

د سلايډ په واسطه هغوی ته توضيح ورکوو چې د کچالوو د کرلو لپاره کوم وخت ډېر غوره دی؟ وروسته له مخاطبانو پوښتو چې که کومه پوښتنه يا نظر لري و دې يې وايي.

اول۱۰ دقيقې وخت ګروپي کار ته ورکوو، د پوښتنو پاڼه د هغوی په اختيار کې ورکوو او له هغوی غواړو چې په لس دقيقې کې يې ډکه کړي، وروسته به لس دقيقې د پايلو په اړه بحث وکړو.

۷- د هرې برخې دقيق وخت وټاکئ

د وخت ستون به دا را وښيي چې د هرې برخې لپاره څومره وخت مصرف کړو. کېدای شي په دې مرحله کې د وخت له کمښت سره مخ شو، که د وخت له کمښت سره مخ کېږو، د حل دوې لارې به ولرو، اول دا چې موضوعات را محدود کړو، يا هم د ارائې سبکونو ته تغيیر ورکړو او ډله‌يز بحث کم کړو. په داسې وخت يوه ښه توصيه دا ده چې د ارئې سبک ته تغيير ورکړو. که اضافي وخت ولرو، دا ښه خبره ده، ځکه چې په راحت به وکولای شو په خپل زړه موضوعات ارائه او اغېز يې څو چنده کړو.

بايد په یاد ولرو چې انعطاف پذيري يانې له وخت سره ځان عيارول د هر ټرينر لپاره اړتيا ده، خو بايد تر هر څه زيات د وخت پر مديريت کولو برلاسي واوسو.

مهم ټکی چې په دې برخه کې بيانېږي دا دی چې وخت د ساعت په دننه کې په برخو تقسيم کړو، مثلاً د دې پر ځای چې وليکو اوله برخه ۱۵ دقيقې، غوره ده چې وليکو له ۲:۴۵ تر ۳:۰۰ پورې او بيا که برخې معلوموو، د همدې وخت له پيله تر پايه يې برخه برخه تعيين کړو.

۸- د اړينو موادو ليست ياداشت کړئ

په وروستي ستون کې هغه ټول مواد چې د هرې فرعي موضوع لپاره اړين دي، وليکئ، که امکان لري په يوه برخه کې به سلايډ، په بله برخه کې به څو قلمونه، کاغذ يا دې ورته نور شيان د ګروپونو لپاره په کار وي.

۹- تنظيم شوی جدول له سره وګوئ

اوس جدول تیار شوی، هغه بيا له سره وګورئ چې د موضوعاتو او سبکونو تر منځ کوم تضاد او ګډوډي نه وي راغلي، که هر څه سم وو او اضافي وخت هم و، ښه به وي چې د ورکشاپ په لومړيو کې لږ وخت تعارف او شبکه‌سازي ته ورکړو چې ټول ګډونوال له یو بل سره ښه وپېژني او د يول بل تر څنګ زده‌کړه اسانه وکړي.

۱۰- د ورکشاپ پر محتوا او ځای فکر وکړئ

اوس د يوه فوق العاده ورکشاپ لپاره هر څه برابر شول، بې له محتوا چې په موضوعاتو کې د تخصص په اندازه پورې اړه لري، فزيکي موقعیت چې په شرايطو او د ګډونوالو په تعداد پورې تړلی دی.

د فزيکي موقعيت لپاره باید لاندې مواردو ته پام وکړو:

د چوکیو او مېزونو د نظم او ترتيب ډول چې ستاسې په ذوق او خلاقيت پورې اړه لري، خو بيا هم باید په هر صورت د چوکيو ښه او غوره نظم ته توجه وکړئ.

د جغرافيايي موقعیت موارد مو د ګډونوالو په تعداد پورې اړه لري، داسې موقعیت انتخاب کړئ چې د کار او ګډونوالو لپاره مو مناسب سهولتونه ولري.

پايله:

د يوه اغېزناک او ښه ورکشاپ دايرول خورا سخت کار دی او وخت ته اړتیا ده، خو که تاسې د فکر کولو او نوښتي حل‌لارو لپاره وخت ولګوئ، مخاطبانو ته به داسې اغېزناک ورکشاپ ارايه کړئ چې په هيڅ صورت به د مقايسې وړ نه وي.

څنګه چې مخکې ذکر شول، ورکشاپ په کنګل ماتولو پيل کړئ، که موضوعات حساس او سخت وي، مخکې له پيله د ګډونوالو ارامتیا او راحت ډېر مهم دی. د امکان په صورت کې تر غرمې وروسته د وکشاپ له دايرولو ډډه وکړئ، ځکه په دې وخت کې به د ګډونوالو انرژي ډېره کمه وي. په دې اساس سهار يا هم مازدیګر مهال د ورکشاپ دايرولو لپاره ښه وخت دی.