” ته ډېر تکړه او د کار سړی یې “
شونې ده دا جمله د کوم ځوان او هلک په ذهن او روان ژور اغیز وکړي، د هغه همت لوړ کړي او ایسته به یې د لویانو کتار ته پورته کړي.
” ته کولی شې “
دا درنه جمله کولی شي د یوه معیوب او شل شوټ انسان همت دومره لوړ کړي چې په عیبجن بدن هغه کارونه ترسره کړي چې د روغو غړیو او پیاوړي بدن خاوند یې نه شي ترسره کولی.
” ته کم عقل او ناپوه یې “
خدای مه کړه شونې ده دا خبره د یوه ځیرک او هوښیار ماشوم د همت ملا ماته کړي، د عقل او ځیرکتیا دروازې یې وتړي او د اسمان په څنډو کې د الوتونکي باز له لوړو یې د چینډخي په شان د تنګ کوهي ژورو ته راټیټ کړي.
” ته بدمرغه یې “
دا بدشامته جمله کولی شي د یوه درانه او خواږه انسان همت ته داسې څپیړه ورکړي چې له ښې لارې کږې ته او له نېکمرغي نه د بدمرغي لورته ټیله کړي.
موږ که د نېکمرغو او بدمرغو ځوانانو ذهنونه راوپلټو د هغوی په ذهنونو کې به دالوړې جملې خامخا اغیز شندلې پرتې وي چې څوک به یې په سمو او نورو به یې په کږو لارو روان کړي وي، د روزونکو، ښوونکو، مندو او پلرونو باید هر وخت خپلو خولو او خبرو ته کلکه توجه وي، د روزونکو او ښوونکو خبرې د اولادونو او شاګردانو په روان او ذهنونو کې ژوري نقش کیږي.
حامد افغان