روسيه: که امریکا مو شرطونه و نه مني، ۳۰ امريکايي ډيپلوماټان به له خاورې وباسو

روسي چارواکو ګواښ کړی، چې د امريکا د بنديزونو په ځواب کې به ديرش امريکايي ډيپلوماټان له خپلې خاورې وباسي.

روسي رسنيو د هغه هېواد په بهرنيو چارو وزارت کې د يوې معتبرې سرچينې له قوله ويلي، چې د امريکا د مخکني حکومت پريکړې په غبرګون کې به د هغه هېواد ۳۰ ډيپلوماټان له خپلې خاورې وباسي او په خپل هېواد کې به د امريکا پانګې کنګل کړي.

سرچينو ويلي، په دې اړه مقدماتي کارونه پيل شوي او ويل کيږي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سرګي ريابکوف او د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير توماس شانون تر مينځ به په سن پيټرزبرګ کې يوه ناسته وشي. سرچينه زياتوي که دغه ناسته بې پايلې پای ته ورسيږي، نو روسيه به په ورته عمل لاس پورې کړي. په امريکا کې د روسيې د شتمنيو موضوع په هامبورګ کې د ټرمپ او پوتين تر مينځ مطرح شوې او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو مرستيال وزيران به د دې موضوع په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوي.

دیادولو وړ ده، چې امريکا د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستيو ورځو کې د هغه هېواد په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې له امله ۳۵ روسي ډيپلوماټان له خپلې خاورې وايستل او د روسيې په بهرنيو چارو وزارت پورې اړوندې دوې ودانۍ يې وتړلې