روسيې او امریکا د سوريې په ځينو سیمو کې په اوربند هوکړه کړې

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي، ولسمشر ويلاديمير پوټين له خپل امریکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره د سوريې په سويل لويديځ کې په اوربند هوکړه کړې ده.

دغه هوکړه د جرمني هامبورگ ښار کې د شلو سترو صنعتي دولتونو د سرمشريزې په څنډه کې شوې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د روسيې، امریکا، اسراييلو او اردن کارپوهانو د اردن په پلازمېنې عمان کې د اوربند په هوکړه خبرې کړي او دغه اوربند به د سوريې په سويل لويديځ درعا، سويدا او قنیطره سيمو کې پلی کېږي.

په دغه هوکړه کې راغلي، په کومو سيمو کې، چې اوربند شوی، د امنيت چارې به يې د روسي پوځيانو په غاړه وي، امریکايي او اردني ځواکونه به يې ملاتړ کوي.

اسوشیټيد پريس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د سوريې په سويل لويديځ کې به د اوربند پرېکړه له سبا يکشنبې د جولای له نهمې نېټې عملي شي.

لويديځې رسنۍ وايي، اسراييل او اردن، چې له سوريې سره گډې پولې لري، هم د دغې هوکړې برخه دي.

دغه هوکړه د روسيې، ایران او ترکيې له هغې هوکړې جلا ده، چې سوريې کې يې د خوندي سيمو په اړه يې کړې ده.