روسيې یو ځل بیا دامریکايې ډیپلوماټانو دشړلو ګواښ کړی

 

روسيې گواښ کړی، که د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مخکيني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په وروستيو کې پر روسيې لگېدلي بنديزونه پورته نه کړي، مسکو به «د امریکا  ډيپلوماټان وشړي.»

بارک اوباما پر روسيې بنديزونه لگولي وو، په دغو بنديزونو کې يې ځينې روسي ډيپلوماټان هم د جاسوسۍ په تور له امریکا شړلي وو.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زخاروا مسکو کې رسنيو ته ويلي، چې مسکو د واشنگټن د بنديزونو پر وړاندې غبرگون نه دی ښوولی او هوډ يې څرگند کړی، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د سپينې ماڼۍ نوې ادارې سره د ښو اړيکو غوښتنه کوي او له همدې امله دوی هيله‌من چې واشنگټن بايد پر روسيې لگېدلي بنديزونه پورته کړي.

زخاراوا زیاته کړې: «موږ ټينگار کوو، که په دې مسئله کې کوم پرمختگ ونه شي، نو مسکو به هم اړ شي، چې ځواب کې د واشنگټن پر ضد ورته گام پورته کړي او موږ کولای شو، چې د اړتيا په صورت کې امریکايي ډيپلوماټان هم له خپل هېواده وشړو.»

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ويلي، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرگي ریابکوف به له خپل امریکايي سيال تامس شانون سره د راتلونکې دوشنبې په ورځ ناسته کوي او ټينگار يې کړی، چې «دغه ناسته بايد د رسمياتو پر ځای د ځمکنيو حقايقو پر بنسټ وي او د دواړو دولتونو تر منځ روانې ستونزې اوارې کړي.»

روسي چارواکو ويلي، چې د روسيې او امریکا تر منځ د اړيکو د رغولو لپاره وخت تنگ دی او د دې اړيکو د رغولو مسووليت تر ډېره د واشنگټن پر غاړه دی، چې څه کوي.

د تېر کال په ډسمبر کې د امریکا مخکيني ولسمشر بارک اوباما پنځه دېرش روسي ډيپلوماټان د جاسوسۍ په تور له امریکا شړلي وو او پر روسيې بنديزونه هم لگولي وو.

د ډونلډ ټرمپ مخالف ډيموکراټانو گوند تور لگوي، چې روسي استخباراتو په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ په گټه مداخله کړې، خو روسيې تل دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جرمني هامبورگ ښار کې د شلو سترو صنعتي

دولتونو په سرمشريزې کې له خپل روسي سيال ويلاديمير پوټین سره له ليدو وروسته وويل، چې روسيې سره د اړيکو په رغولو کې وخت شته او په لنډ راتلونکي کې پر روسيې د باور چانس نه تر سترگو کېږي.