روسیه او ایران د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره نوي پلانونه جوړوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په قول وايي، چي روسیې په افغانستان کي د امریکا د قدرت د ننګولو لپاره عملي ګامونه اخیستي دي، د امریکا د راتلونکي پالیسۍ د ناڅرګندوالي له کبله یې له طالبانو سره اړیکي پراخې کړې او د افغانستان حکومت یې کمزوره کړی دی.

واشنګټن پوسټ وايي، روسیې دا هلې ځلې په داسي حال کي پيل کړې چي د سوریې پر سر یې له امریکا سره په اړیکو کي ترینګلتیا ډیره سوې او چارواکي وېره لري چي دا ترینګلتیا ښايي د سولې او امنیت لپاره د افغانستان چانس زیانمن کړي.

ورځپاڼه وايي، اوس چي طالبان د سیمو د لاندې کولو هڅې کوي او سپینه ماڼۍ ظاهراً د افغانستان لپاره تګلاره یا څرګنده پالیسي نه لري، ایران او روسیې د دوی ملاتړ زیات کړی او د افغانستان په جګړه کي یې امریکا منزوي کړې ده.

تر دې وړاندې په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په فبرورۍ میاشت کي د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چي روسیې په ښکاره د طالبانو د مشروعیت ورکولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

ده همداراز وویل چي روسیه او ایران په خپل منځ کي په دې باب تماسونه نیسي او د طالب وسله والو د ملاتړ پلانونه جوړوي.

روسیې بیا څو څو واره دغه تورونه رد کړي او هغه یې د امریکا د ماتې نښانې بللې دي.