روسیه: د سولې هوکړه باید د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لار هواره کړي

د روسیې د باندنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف وایي، افغانستان کې د سولې یوې داسې موافقې ته اړتیا ده، چې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو ته زمېنه برابره کړي.

سرګي لاروف چې تېره ورځ یې په مسکو کې  یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، دوی له وسله وال طالبانو سره اړیکي لري او هڅه کوي، چې افغانستان کې د سولې یوې داسې موافقې ته د رسیدو په لاره کې مرسته وکړي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبروته حاضر شي.

نوموړي د خپلو خبرو  پر مهال همدا زار په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د روسیې د ډیپلوماټیکو هڅو او پر افغانستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوسني کړکېچ پر اغېزو معلومات ورکړل.

د لاوروف په خبره، دوی وسله وال طالبان هڅوي څو افغان حکومت او  نورو سیاسي قوتونو سره د مخامخ خبرو په اړه هوکړه وکړي.

روسیه تر دې وړاندې مسکو کې درې ځله د طالب استازو او یو شمېر سیاسي ګوندونو ترمنځ د سولې اړوند خبرو په موخه کوربه وو، خو دغو خبرو د افغان سولې په برخه کې کوم غوڅ بدلون نه دی راوستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې  د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو امکان رسماً نه دی تائید کړی.