روسیه وايي، د امریکا وروستۍ څرګندونې غیر منطقي او د درک وړ نه دي

روسیې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ریکس ټیلرسن وروستۍ څرګندونې د منلو او درک وړ نه دي.

خبرپاڼه زیاتوي امریکا په دغه ډول څرګندونو غواړي، یوازې په سیمه کي ناندریو او ستونزو ته لمن ووهي.

ټيلرسن ویلي و، چي د روسیې مرزونو ته نېږدې دې ناټو ځواکونه ډیر سي او همدا راز یې د اوکراین په ځينو برخو کي د روسیې فعالیتونه تجاوز بللی و.

روسیې ویلي، تر دې یوه ورځ وړاندې ناټو او روسیې غونډه وکړه او ټینګار وشو چي د روسیې مرزونو ته نېږدې به نظامي فعالیتونه کمېږي، خو تر هغه وروسته ټیلرسن غیر منطقي او د نه منلو وړ څرګندونې کړې دي.

روسیې ویلي امریکا دې په ورته اقداماتو په سیمه کي ناندریو او جګړو ته لمن نه وهي او همدار راز دې د روسیې مرزونو ته نېږدې خپل نظامي تحرکات کم کړي.

مسکو دا هم ویلي، چي په ناټو سازمان کي د اتحاد ساتل ستونزمن کار دی، ځکه هلته د یو بل مخالف هېوادونه سره را ټول شوي دي.