روسیه وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې ضمانت ته چمتو ده

د روسیې دولتي خبري آژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخرووا له خولې لیکلي، چې روسیه حاضره ده د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د احتمالي تړون ضمانت وکړي.

له دې وړاندې د طالبانو یو پخواني لوړپوړي چارواکي هم ویلي وو چې امریکا سره د دوی د سولې د تړون ضمانت به روسیه او پاکستان کوي.

زخرووا د ضمانت په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، چې دا به چېرته او څنګه کیږي.

واشنګټن او پاکستان لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

روسیه داسې مهال د ضمانت ټټر وهي چي د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې نهم پړاو مذاکرات روان دي او ویل کېږي په ډېرو مهمو مسايلو موافقه شوې ده او رسمي اعلان به یې هم ژر وشي.

ټاکل شوې د نهم پړاو خبرو پای کې به زلمی خلیلزاد کابل کې له افغان حکومت سره وروستي پرمختګونه هم شریک کړي.