روسیه کې د اورلګېدنې له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي

د روسیې په جنوب کې د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدنې او چاودنې له امله د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي دي. دغه اورلګېدنه پرون د داغستان په ښار کې د موټرونو په یوه کارخانه کې رامنځته شوې، چې وروسته د تېلو ټانک ته ورسېده. د روسیې د روغتیا وزارت مرستیال ولادیمیر فیسنکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۶۶ کسان ټپیان شوي، چې د لسو روغتیايي وضعیت نازک دی. د اور لګېدنې علت معلوم نه دی؛ خو روسیي چارواکي وايي چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.