روسیه کې د بس او رېل دټکرکیدو له امله ۱۶تنه ووژل شول

د روسې په پوکوف ښار کې نن د يو بس موټر او رېل دې ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول. پېښه سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله يو بس موټر د رېل کرښې ته ور دننه شوی وه.

په ياده پېښه کې يواځې په بس موټر کې تلوونکي مسافر وژل شوي دي. د رېل مسافرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

له دې وړاندې هم، د همدې کال د اګست په مياشت کې ۱۷ تنه هغه وخت په روسيه کې ووژل چې کله يو بس موټر له سړک بهر او تورې بحرې ته ورلويدلي وه.