یکشنبه , 28 اپریل 2024

روسیه کې یو چاړه په لاس سړي اوه کسان وژلي

د روسیې د سایبریا په سورګوټ نومې ښار کې تیره ورځ یو کس څو تنه په چاقو ټپیان کړي دي.

د پېښې په اړه د څېړنو کمېټه وايي چې بریدګر ۲۳ کلن او ځايي اوسیدونکی و. دوی وايي د نوموړي د رواني روغتیا په اړه څېړنې کوي.

بریدګر مخکې له دې چې د پولیسو په ډزو ووژل شي اووه کسان یې په چاړه ژوبل کړي. ځايي روغتیايي ادارې وايي، څلور ټپیان په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دي.

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې یا داعش ادعا کړې چې بریدګر د دوی یو وسله‎وال وو. خو روسي امنیتي ادارې وايي په دې اړه یې جنايي څېړنې پیل کړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د سیمه ییز حکومت د کورنیو چارو د وزیر له خولې ویلي، دوی پر دې پېښه د تروریستي پېښې شک نه‎لري او ګومان نه‎کوي چې تروریستي انګېزه به ولري.

سورګوټ د تیلو د صنعت مرکز ګڼل کېږي. دا ښار درې سوه زره اوسیدونکي لري او له مسکو څخه ۲۱ سوه کیلومتره شمال ختیځ ته پروت دی.

د داعش وسله‎والې ډلې وړمه ورځ په هسپانیا کې هم د یو لړ هغو بریدونو مسؤلیت منلی و چې ۱۴ کسان په کې ووژل شول.

د هسپانیا په بریدونو کې چې په کې پر پلي خلکو دوه ځایه موټر خېژول شوي، پر ۱۴ وژل شوېو سربېره ۴۴ کسان ټپیان شوي چې دا مهال روغتون کې دي او د ۱۲ تنو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی دی.

په پېښه کې پولیسو پنځه بریدګر هم وژلي او وايي، په هغه کس پسې لا هم لټه کوي چې ګومان کوي په بارسیلونا کې پر خلکو خېژول شوی موټر یې چلاوه او له پېښې وروسته تښتیدلی دی.