روسیه یوځل بیا د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره ناسته ترسره کوي

د مسکو په دې غونډه کې د افغانستان پېژندل شویو سیاسي څېرو او د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ددې ډلې پلاوي ګډون کړی دی.

د وسله والو طالبانو یو ویاند خبري رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې وايي، د دې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر او ورسره پلاوی مسکو ته له روسي چارواکو سره ډیپلوماتیکي کتنې او په بین الافغاني غونډه کې ګډون لپاره تللی.

د روسیې پلازمېنه مسکو کې دا دویم ځل دی چې د هېواد یو شمېر سیاسي مشران او د طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو لپاره راټولېږي او د افغان سولې په تړاوو به دوه ورځي په مسکو کې بحثونو ته دوام ورکړي.

د افغان سیاسي مشرانو د پلاوي مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوله او د طالب پلاوي مشري ملا برادر په غاړه لري

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا د ملا عبدالغني برادر لومړی نړیوال سفر دی.

په مسکو کې هغه د رسنیو پروړاندې ښکاره شو او په غونډه کې یې وینا هم وکړه.

په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم ګډون کړی دی.

هغه د غونډې د پیل په وینا کې وویل چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري. نوموړي هیله وښوده چې افغانستان ته ډېر ژر سوله راشي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي غونډې ته په خپله وینا کې وویل: “له روسیې سره اړیکې زموږ له مهمو اړیکو دي.

هغه وویل، د ”افغانستان د خلکو په استازیتوب” د سولې په مذاکراتو کې د روسیې له ونډې مننه کوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر غونډې ته دریم ویناوال و، هغه په خپلې لنډې وینا کې له روسیې ددې غونډې جوړولو لپاره مننه وکړه. ملا برادر افغانستان ‘اشغال شوی’ وباله او ویې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید افغانستان له ‘اشغال’ خلاص شي. ورپسې یې د طالبانو د پلاوي له غړي شهاب الدین وغوښتل چې د طالبانو بیانیه ولولي.

مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم غونډې ته په خپله بیانیه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب خبرې وکړې. هغه د په سوله کې د روسیې له فعالې ونډې مننه وکړه.

د افغان سیاسي پلاوي کې یوازې دوه ښځو ګډون کړی دی. ولسي جرګه کې د بدخشان پخوانۍ استازې فوزیه کوفي او تاجور کاکړ دویمه افغانه مېرمنه ده چې په دې غونډه کې ګدون کوي.نن د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو سلمه کلیزه ده او په همدې مناسبت به د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ غونډه دوه ورځې دوام وکړي.