روسیې او ایران پر سوریه د امریکا توغندیز بریدونه غندلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ویلي، د امریکا توغندیز بریدونه به په سوریه کې حالت لا پېچلی او کړکېچن کړي.

روسیې د سوریې په حمص کې پر یوه هوايي اډه د امریکا توغندیز بریدونه غندلي او دا کار یې د روسیې او امریکا پر اړیکو منفي اغیز لرونکی گام بللی.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین ویاند ویلي، د امریکا دغه برید د یوه هېواد پر حاکمیت تیری او په عراق کې د امریکا له لوري د ولسي وگړو له مرگ ژوبلې د خلکو د پام اړولو هڅه ده

خو ترکیې، اسرایلو، فرانسې، بریتانیا، سعودي عربستان او د نړۍ یو شمېر نورو هغو هېوادونو چې دریځ یې د بشاراسد د نظام خلاف دی د دغو توغندیزو بریدونو هرکلی کړی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امریکا پرته له دې چې څېړنې وکړي د یوه داسې هېواد پر ضد یې گام اخیستی چې له ترهگرۍ سره په جگړه کې دی.

دغه برید چې امریکايي سمندري ځواکونو د ټرمپ په امر تېره شپه د مدیترانې له اوبو څخه د سوریې د شعیرات پر هوايي ډگر وکړ ایران هم غندلی.

په نړۍ کې روسیه او ایران د سوریې د نظام چې مشري یې بشاراسد کوي ملاتړي بلل کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ویلي، د امریکا توغندیز بریدونه به په سوریه کې حالت لا پېچلی او کړکېچن کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا کار به  په سوریه کې له ماتې سره مخ ترهگر پياوړي کړي او امریکا یې پر سوریه کې د یو اړخیزو اقدماتو په ترسره کولو تورنه کړې ده.

امریکا دغه توغندیز بریدونه په سوریه کې د بشاراسد ځواکونو له لوري د کیماوي وسلو د کارولو په غبرگون کې کړي، چې د سوریې د خان شیخون سیمه کې پر ملکي وگړو کارولې وې؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا لا روښانه نه ده چې په سوریه کې کیماوي وسلې څنگه او چا کارولې!؟

د ایران سرسخت مخالف او د نړۍ صهوینیستي رژیم اسرایلو بیا پر شعیرات پوځي اډې د برید هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا کار د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه دریځ روښانه کوي، چې د کیماوي وسلو کارول به ونه زغمل شي.

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، اسرایل هیله لري د بشارااسد د رژیم له لوري د خونړیو اقداماتو د غبرگون غږ په تهران او د شمالي کوریا پلازمېنه کې هم واوریدل شي.

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالن بیا ویلي، امریکا وړاندې له دې چې پر سوریه برید وکړي له برتیانیا سره سلا کړې وه او د امریکا توغندیز بریدونه یې د کیمیاوي وسلو د کارونې په غبرگون کې سوریې ته مناسبه سزا بللې.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان ویاند ویلي، دا اړینه وه چې د نړۍ هېوادونه د بشاراسد پر خلاف یو داسې گام واخلي.

د فرانسې دفاع وزیر هم ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر ورسره تېره شپه تر برید وړاندې سلا کړې وه او دوی ورته د کیمیاوي وسلو د کارونې په غبرگون کې دا کار اړين عمل گڼلی و.