رومانیا کې سمندري غلو ۱۵ پاکستانیان تښتولي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د بیلا بیلو سیمو پنځلس تنه اوسیدونکي اووه میاشتې وړاندې اروپا ته پر لاره د رومانیا سمندري غلو لخوا تښتول شوي، چې تر دا مهاله هغوی سره په بند کې سختې شپې ورځې سبا کوي.
د تښتول شویو کسانو له ډلې څخه د ۲۲ کلن رحمت علي مشر ورور شاه حسین جرمني خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې سمندري غله په وار وار له دوی څخه د پیسو غوښتنه کوي. د هغه په خبره په برمته شوو کسانو باندي ډېرې سختۍ تيری کیږي او آن ګوتې یې ورماتې کړي دي.
شاه حسین زیاتوي: «زما کشري ورور اروپا ته د تګ ضد نیولی ؤ او بالاخره د یوه قاچاقبر په واسطه مو په دغه پنځلس کسیز گروپ کې شامل کړ. زموږ څخه ډیرې پیسې هم واخیستل شوې.»
د سوات سیمې د تښتول شوو اوو کسانو میندو او پلرونو او خپلوانو د دوشنبې په ورځ په سوات کې یو احتجاجي لاریون هم وکړ.
د ۲۳ کلن هلال مور چې په دغه احتجاج کې یې ګډون کاوه، جرمني خبري آژانس ته ویلي، چې اروپا ته د خپل زوی د استولو له پاره یې له ډيرو خلکو پیسې پور کړې او قاچاقبر ته یې ورکړې: «وروستی ځل چې مې له زوی سره اړیکه ونیوله نو په ترکیه کې وو او نورې پیسې یې غوښتلې. موږ له یو ځای او بل ځای څخه پیسې راټولې کړې او ومو لیږلې.» د هغې په خبره اوس سمندري غله تلیفونونه ورته کوي، پیسې غواړي او د زوی د وژلو گواښ ورته کوي.
ویل کیږي چې سمندري غلو احتمالا څه د پاسه یوه اوونۍ دمخه دغه کسان هغه وخت وتښتول چې د سمندر له لارې یې ایټالیا ته د تللو هڅه کوله. په دغو کسانو کې شمشیر علي، رحمت علي، گوهر عالم، هلال احمد، عرفان او برکت د سوات دي او باقي پاتې اته نور کسان د خیبر پښتونخوا د بیلابیلو سیمو دي.

د ۲۲ کلن گوهر علي خور له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د ورور کاروبار یې ښه نه ؤ، ناهيلی شوی ؤ او له دې کبله یې اروپا ته تلل غوښتل. هغې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له سمندري غلو څخه یې ورور وژغوري.

ویل کیږي چې ترکیې ته د غیر قانوني تګ له پاره انساني قاچاق وړونکي له پاکستانیانو څخه ۱۲۰۰ ډالر اخلي او له ترکیې څخه بیا د وړاندي تګ له پاره څو ځلې باید قاچاقبرانو ته پیسې ورکړل شي.

اصغر علي یو پاکستانی دی چې دا مهال په ترکیه کې دی. هغه وایي: «زه هم ترکیې ته په غیر قانوني توګه راغلی یم. یو کال مې کیږي چې ایټاليا ته د تګ هڅه کوم خو تر اوسه بریالی شوی نه یم.» د هغه په خبره موږ دلته له یوې هیلې سره راځو بیا راته دغسې زرغون باغونه ښوول کیږي، خو حقیقت بیا داسې نه وي.

د برمته شوو کسانو خپلوانو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د سمندري غلو څخه یې بچي وژغوري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي.