روژه د روزنې او مغفرت میاشت

روژه د اسلام مبارک دین دریم بنیاد دی، ددې میاشتې په رارسېدو سره په ټوله اسلامي نړۍ کې مسلمانان روژه نیسي.

ددې میاشتې په رارسېدو مسلمانان له یو بل سره مرسته کوي او د کور خواړه د نورو ورځو په پرتله دسترخوان کې خواړه بدلون کوي او د مبارکې میاشتې په برکت هره کورنۍ کې تر پنځو او له دې ډېر خواړه تیاریږي.

د روژې د پیل په اړه د نبي کریم (ص) یو حدیث له انس (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) مبارک د رمضان د پیل پر مهال و فرمایل: «بيشكه دغه میاشت تاسو ته راغله، په دې میاشت کې یوه شپه ده تر (۱۰۰۰) میاشتو غوره ده، څوک یې چې له خیر ښېګڼې بې برخې شول، هغه له ټوله خیره او ښېګڼې بې برخې شول

دا مبارکه میاشت د مسلمان لپاره یو ښه فرصت د مغفرت دی دا چې انسان ډېر عجز او ناتوانه دی نو ضرور له انسان څخه په یولسو میاشتو کې ګناه کیږي او د کال دا یوه میاشت چې رمضان نومیږي الله (ج) پر خپلو بندګانو لوی فضل کړی او دا میاشت یي ورته ډالۍ کړي.

روژه چې د رحمت،مغفرت او د جهنم له شدید اور څخه د خلاصون میاشت ده،په دې میاشت کې الله (ج) خپل بنده ګانو ته د روزنې زمینه برابروي.

انسان په دې میاشت کې ولږه، تنده او صبر تجربه کوي!

لومړی ولږه: کله چې انسان وږی شي نو فکر ته یې راځي چې زه څه خورم دا درب لوی نعمتونه دي چې ماته راکول کېدل او ما یې شکر نه دی ادا کړی بله خبره د ولږي سره انسان ته دا فکر ورکوي چې نورو وختونو کې انسان په مړه خیټه ډوډۍ خوړله خو خواکي یې داسي کورنۍ وي چې هغوی د خوړلو لپاره هېڅ نلرل.

مسلمان په دې کې زده کړه د سخاوت کوي نو ځکه دې میاشت ته د سخاوت او صدقو میاشت هم ویل کیږي.

انسان ته دا ورښایي چې باید زده کړي چې بېوزله خلکو سره مرسته وکړي کله چې انسان په روژه کې د ولږي سختي ووینې نو د یوه بېوزله د ولږي احساس به ورسره پیدا شي.

دویمه خبره مغفرت ده: انسان چې کله پیدا شوی نو له ګناه سره مخ شوی او یوازي پیغمبران له وړو او لویو ګناهونو څخه معصوم دي.

انسان له ګناهونو سره مخ کېدونکی دی خو انسان نه پوهیږي چې ده څومره ګناه کړي او که پوهیږي هم نو دنیا یي سترګي پټي کړي دي.

د ګناهونو کول په اخرت کې انسان له سختو او شدیدو عذابونو سره مخ کوي خو الله ج خپلو بندګانو ته یو فرصت ورکوي او دا فرصت د روژې میاشت ده چې په دې میاشت کې د انسانانو نیک اعمال دوه چنده حسابیږي.

رسول الله (ص) مبارک وینا ده: د روژې مبارکه میاشت کې د جنتونو دروازې پرانستل کېږي او د دوزخ دروازې تړل کیږي.

او د الله (ج) لویه مهرباني داده چې په دې میاشت کې شیطانان تړل کیږي ترڅو مومنان یي له ضرر او وسوسو څخه په امان وي.

خو یو شمېر مومنان بیا هم له بده مرغه د ګناهونو ښکار کېږي.

په روژه کې غیبت کوي، غوصه کوي، له خلکو سره جګړه کوي، د خلکو زړونه ماتوي، لمونځ فوت کوي، روژې نه نیسي او داسې نورې ګناوې کوي.

دریمه خبره تنده: اوبه چې یو حیاتي ماده د کایناتو لپاره د الله(ج) لوی نعمت دی، د اوبو اسراف لویه ستونزه ده چې انسانان ورسره مخ دي او په هر ځایه کې بې ځایه اوبه استعمالیږي او په دې میاشت کې رب انسان ته ور زده کوي چې د اوبو ساتل مهمه موضوع ده او انسان باید د اوبو له اسراف څخه ځان وساتي ځکه اوبه دي چې ژوند دی.

د روژې اړوند بل مطلب به درته په راتلونکي نشر شي د اوس لپاره مو له توجو مننه کوم.

لیکوال: شمس الرحمن شمس