روژه کې دا وکړئ او دا مه کوئ

روژه، چې په عربي ژبه کې ورته رمضان وایي؛ د سپوږمیز کال نهمه میاشت ده.
رمضان د عربي کلمې له (رمض) څخه اخیستل شوې، چې د سختې تودوخې په مانا ده. په معین ډکشنري کې د رمض کلمه د سوځوونکي لمر په مانا راغلې ده.
که څنګه، چې تودوخه ډېره شي نو هر څه سوځوي؛ همداراز روژه هم د مسلمان ګناهونه سوځوي او له منځه یې وړي.

روژه د رحمت، برکت، مغفرت او د انسانانو لپاره د هدایت میاشت ده، چې په دې مبارکه میاشت کې الله ﷻ خپل سپېڅلی کتاب (قرآنکریم) پر خپل خوږ پیغمبر ﷺ باندې نازل کړی ده.

الله ﷻ فرمایي: «شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ…»
(رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړاى شو، چي د انسانانو لپاره له سره تر پايه هدايت دى…)

دلته د هغو کارونو یادونه کېږي، چې ځينې باید په دې مبارکه میاشت کې وشي او له ځینو څخه ډډه وشي..

په روژه کې دا کارونه وکړئ!
۱- زیات نه زیات ذکر وکړئ:
 ذکر هر وخت د الله ﷻ په نزد اجر لري؛ خو په روژه کې یې اجر او ثواب څو برابره زیاتیږي.

۲- نفل لمونځونه ډېر وکړئ: په روژه کې نفل لمونځ کول د الله ﷻ په نزد دومره ثواب لري؛ لکه پرته له روژې، چې فرض لمونځ څومره اجر او ثواب لري.

۳- د قرآنکریم تلاوت ډېر وکړئ: په روېه کې هر عبادت ډېر ډېر ثوابونه لري؛ خو هغه عبادت، چې د الله ﷻ ته ډېر خوښ ده، هغه د قرآنکریم تلاوت کول دي. کوښښ وکړئ، چې حد اقل باید یو یا دوه ځلې یې ختم کړئ. که ډېر وي خو لا ښه.

۴- پېشلمی وکړئ: ځینې کسان، چې خوب ورباندې ډېره غلبه کړې وي نو له پېشلمي پرته روژه نیسي؛ خو غوره داده، چې پېشلمی وکړئ.

حضرت محمد ﷺ فرمایلي دي: «تَسَحَّرُوْ، فَاِنَّ فِيْ السُّحُوْرِ بَرَکَةٌ» (رواه البخاري)
ژباړه: پېشلمی وکړئ؛ ځکه په پېشلمي کې برکت وي.
نو هڅه وکړئ، چې ځان د پېشلمي له برکت څخه محروم نه کړئ.

۵- صدقه ورکړئ: د صدقې ورکولو ښه وخت د روژې میاشت ده؛ ځکه ډېر اړمن کسان شته، چې باید لاسنیوی یې وشي.

۶- د کورنۍ له غړو سره د کور په کارونو کې مرسته وکړئ.

په روژه کې دا کارونه مه کوئ!
۱- بې ځایه خبرې او کارونه
: هر وخت باید له لهولعب بې ځایه خبرو او کارونو څخه ځان وژغورئ؛ خو په روژه کې یې په نه کولو ډېر ټینګار وکړئ. بې ځایه خندا کول او خبرې مو روژه مکروه کوي.

۲- ډېر خوب مه کوئ: الله ﷻ ته د هغه روژه دار روژه ډېره خوښه ده، چې لوږه او تنده ولري. که چېرې تاسو ټوله ورځ په خوب تېره کړئ تر څو په لوږه یا تنده پوه نه شئ؛ هسې نه، چې خدای مکړه روژه مو له نقصان سره وخ نه شي.

۳- د سهار لمانځه پسې متصل مه ویده کېږئ: د سهار له لمونځ وروسته بیا تر لمر څړیکې پورې خوب هم اسلامي او هم طبي زیان لري.

زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد ﷺ د دې وخت له خوب څخه منع کړې ده او فرمایلي یې دي: تاسو په دې وخت کې مه ویده کېږئ؛ ځکه په دې وخت کې الله ﷻ په خپلو بنګانو باندې رزق ویشي.
له طبي لحاظه د دې وخت خوب مو حافظه کمزورې کوي.