ریاضي څه ډول زده کړو؟

 

موږ ټول په دې پوهيږو چې د رياضي مطالعه د نورو علومو په پرتله ډېر توپيرونه لري، خو يا نه په پوهيږو او يا هم نه غواړو د پوهېدلو له پاره کوم بنيادي(بنسټيز) ګام اوچت کړو. رياضي يوه فردي موضوع ده، رياضيات د سمبولونو، فارمولونو او ځانګړي طريقو او روشونو(ميتودونو) يو درسي کتاب دي، چې د ټولو په نظر کې سخت مضمون ښکاري. خو ددې له پاره چې دا سخت مضمون ځان ته اسانه کړو بايد د رياضياتو د زده کړې مهارتونو اړوند کتابونه مطالعه کړو. په لنډه توګه لاندې اووه مهم ټکي ته مو پام اړوم.

۱- فعاله تمرين:

تاسې هېڅکله نه شئ کولی يوازې په لوستلو او غوږ نيولو رياضي زده کړئ بلکې د رياضي د زده کړې له پاره تمرين کولو ته ضرورت لري، پرته له تمرين څخه دا ناشونې ده چې څوک يوازې په اورېدلو او له مخې لوستلو باندې رياضي زده کړي، نو که چيري د ښونځي زده کونکي ياست بايد د رياضي کورنۍ دندې مو په خپله ترسره کړئ. ترڅو وکړای شئ خپله ستونزه په کې ولټوئ.

۲- د رياضي غيبت مه کوئ:

رياضيات يوه زنځيري کړۍ غوندې څيز ده، کومه موضوع چې په يوه ورځ تدريس کيږي له بلې ورځې د موضوع سره مستقيمه اړيکه لري. همدا وجه ده چې د يوې ورځې په غيرحاضري کې د رياضي د زده کړې لړۍ شکيږي، او بيا يې جبران کول لږ سخت کار بريښي. د آزموينې څخه مخکې اماده ګي تاسو سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولی نو که غواړئ چې رياضي په مفهمومي ډول زده کړئ نو بيا د غيرحاضري څخه ډډه وکړئ او د ښونکی د تدريس سره ګام په ګام مخ ته ولاړ شئ.

۳- تر نورو مضامينو رياضي ته ډېر وخت ځانګړي کړئ:

څرنګه چې رياضيات يو پېچلی مضمون دی نو دا چې هرڅومره کال په کال لوړو ټولګيو ته ځئ نو د رياضي پيچلتيا لا ډيريږي، نو په کار ده چې زياته وخت د رياضي مطالعې او تمرين ته ځانګړي کړئ.

۴- پر کليدي روشونو باندې حاکميت درلودل:

په دې هڅه مه اوسئ چې خپل روش يا طريقه په رياضي کې خوندي وساتئ په رياضي کې ګڼ ميتودونه، روشونه او فارمولونه شته خو تاسې کوښښ وکړئ چې په کليدي ميتودونو يا طريقو باندې حاکميت ولري. (يانې دا ډول طريقې بايد تل ستاسو په ذهن کې وي تر څو د يوې مسلې يا قضيې د ثبوت له پاره کوم کتاب يا بل مرجع ته د مطالعې اړ نه شئ)

۵- د روشونو يا طريقو عموميت ورکول(تعميم کول):

کله چې کومه طريقه د يوې مسئلې له پاره زده کوئ دقيقا هماغه طريقه د نورو ورته مسايلو له پاره هم کولی شئ وکاروئ، کوښښ وکړئ چې خپل مخکنۍ زده کړې طريقې د نوي مسايلو د حلولو له پاره هم استعمال کړئ.

۶- د رياضي د لغاتونو فرهنګ(ډيکشېنرۍ):

د رياضي نوي لغتونه زده کړئ، دا چې رياضي ځان ته ژبه لري نو په کار ده چې د مسايلو د ښه درک کولو له پاره د هغه اړوند مهم لغاتونه زده شي تر څو په راتلونکي کې د مسايلو د مفهوم اخيستلو په وخت کې کومې ستونزې سره مخامخ نه شئ.

۷- په خپل نفس باور درلودل:

رياضيات يو له هغو مضامينو څخه دي چې زده کونکي يې تل په وړاندې يې اندېښنه لري، خو په خپل نفس باور درلودل د اندېښنې کچه راټيټوي، د رياضي د روشونو مطالعه ستاسو په برياليتوب کې مهم رول لري،

خو مغروره کېږئ مه! ترڅو چې پوهيږي د رياضي د زده کړې په ډګر کې دا ډول لارښونو ته اړتيا لري نو ددې ډول مطالعاتو څخه ځان مه سپموئ ترڅو د رياضي يو غوره زده کونکي واوسئ.

ژباړه: محبوبه اکبر