ریال مادرېد لالیګا کې تر ټولو مخکې ده

د هسپانیا لالیګا لیګ روان پړاو سیالیو کې ریال مادرېد لوبډله په ۸۰ نمرو د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.
یادې لوبډلې د لالیګا په روان لیګ کې تر اوسه ۳۵ لوبې ترسره کړي، چې ۲۴ بریاوې یې خپلې کړي، ۸ یې مساوي او یواځې درې یې بایللي دي.
ریال مادرې لوبډلې په وروستیو شپږ لوبو کې هیڅ ماتې نه دې ده خوړلې.
بارسلونا چې هم د دغې لیګ یوه پیاوړې لوبډله ده په له ریال مادرېد یوه نمره وروسته په ۷۹ نمرو د جدول په دویم مقام کې ځای لري.
بارسلونا په یاد لیګ کې ۳۶ سیالۍ ترسره کړي، ۲۴ یې ګټلي، ۷ مساوي او ۵ یې بایللي دي.
په وروستیو شپږ لوبو کې بارسلونا هم ماتې نه ده خوړلې، خو څلور یې ګټلي او دوه لوبې یې مساوي شوي دي.
اتلتیکو مادرېد په ۶۶ نمرو درېیم او سیویا لوبډله په ۶۳ نمرو جدول کې څلورم ده.
لالیګا لیګ کې ټولې شل لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې اسپانیول لوبډله یې په ۲۴ نمرو د جدول په وروستي مقام کې ځای لري.
اسپانیول او الاویس په خپلو وروستیو شپږ لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې او ټولې یې بایللي دي.
دغه سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د اګسټ میاشتې په ۱۶ نېټه پېل شوې وې او ټاکل شوې د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه پای ته ورسیږي.
که ریال مادرېد خپله رواتلونکې لوبه وګټي اتلولي به ترلاسه کړي، خو که ویې بایلي او بارسلونا بریا ترلاسه کړي اتلولي به د بارسلونا شي.
تېر پړاو د دې سیالیو اتلولي بارسلونا لوبډلې ګټلې وه.
خبریال: نصرت الله عمرزی