ریشي کپور د سرطان د علاج وروسته ممبي ته ستون شو

د بالیووډ پخواني نوموتي سېنمايي ستوری ریشي کپور د سرطان علاج څخه وروسته بیرته ممبي ته ستون شوی دی. هغه تیر کال د سرطان په خطرناکه ناروغي اخته شوي و او د علاج لپاره نیویارک ښار ته تللی و او تر ۱۱ میاشتو تداوي وروسته اوس ښه شوی دی.

د بالیووډ یاد سېنمايي ستوری او میرمن يي نیتو کپور د ممبي په هوايي ډکر کي لیدل شوي او هندي رسنیو په خپل راپور کي ویلي دي چې د هغه صحي حالت ډير ښه شوي دي. ریشي کپور هند ته تر راتلو وروسته پر خپل ټویټر اکونټ خپلو مینوالو ته په پيغام کې ویلي دي، چي تر ۱۱میاشتو او ۱۱ ورځو وروسته بیرته ممبي ته راغلي او صحي حالت يي ښه شوی دی هغه د خپلو هغه مینوالو څخه هم مننه کړي ده، چې د هغه لپاره يي دعاوي کړي دي..

ریشي کپور د بالیووډ نوموتي سېنمايي ستوری دي د هغه ټوله کورنۍ فلمي صنعت کې کار کوي. میرمن یي نیتو کپورهم د بالیووډ ستورې ده او همداراز زوی يي رنبیر کپور د بالیوډ د تکړهځوانو اداکارانو څخه دي.

ریشي کپور د سرطان تر تداوي وروسته ممبي ته ستون سو

پاته دي نه وي چي یوازنۍ ریشي کپور نه دي چي په دي ډول خطرناکه ناروغي اخته سوي بلکي د بالیووډ یو بل نامتو سېنمايي ستوری عرفان خان هم د سرطان د ناروغي اخته وو چي تر یو کلني تداوي ورسره یي اوس صحي حالت ښه دي، همدرازا د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې سونالي بنډري هم د سرطان د ناروغي څخه ښه سوي ده.