ریچارډ بېنېټ وايي، تعلیم د توانمندۍ حق دی

‏د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، تعلیم د توانمندۍ حق دی. هغه پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تعلیم، د کار حق، مناسب ژوند، سلامتۍ، په ټولنه کې د مشارکت، ‏په قانون کې د برابرۍ او مالي ازادیو په ګډون د نورو بشري حقونو د تحقق لپاره اړین ګڼل کېږي. نوموړي ویلي، د نیمايي وګړو د تعلیم پر حق سترګې پټول، په واقعیت کې د ښځو او نجونو پر اکثرو نورو بشري حقونو سترګې پټول دي.