ریچا: خلک وايي زه غوصه ناکه یم

د هندي سینما ځوانه او ښکلې اداکاره ریچا چادا وايي، چې خلک يې په طبعي ډول قهرجنه بولي.

اغلې ریچا وړاندې ویلي، چې دې غوصه ناکه نه ده؛ بلکې د پاک زړه لرونکې ده او څه يې چې په زړه وي، هغه يې په خوله وي.

ریچا ډیر کله له رسنیو سره په خبرو کې له توند او چټک غبرګون څخه کار اخلي؛ له همدې له امله يې خلک قهرجنه بولي.

خو ریچا د خلکو دا انديښې ردوي او وايي، چې دې غوصه او قهر نه لري؛ بلکې همیشه د خپل زړه خبره کوي.

ریچا چادا دا اوس د جیا اور جیا فلم لپاره په شوټینګ بوخته ده. دا فلم به د اکتوبر په ۲۷ مه خپور شي.