زابل ولايت کې به ۱۰۶ بند ښوونځي پرانيستل شي

‏د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په نوي ښوونیز کال کې به د فعاله ښوونځيو ترڅنګ ۱۰۶ هغه ښوونځي هم پرانیستل شي، چې په کلونو کلونو بند پاتې وو.
د ياد ولايت د چارواکو په خبره، د دغه ښوونځيو په پرانیستل کېدو سره به ۳۰ زره هغو زده کوونکو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي، چې په تېرو کلونو کې ترې بې برخې وو.