زابل کې د یو وسلوال برید پر مهال ۲۵ افغان سرتیري وژل شوي

د یاد ولایت مسوولینو رسنیو ته ویلي، د حکومت ضد وسلوالو زابل کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز برید کړی، چې له امله یې ۲۵ افغان امنیتي ځواکونو وژل شوي دي. د زابل ولایتي شورا رییس عطا جان ویلي، چې برید د وسلوالو طالبانو له لوري شوی دی. د یاد برید په تړاو تر دې نور ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.