زابل کې سړک غاړې ماین چاودنې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي وژلي دي

د یاد ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، د پنجشنې په ورځ شاوخوا غرمه دولس بجې د شهر صفا ولسوالۍ په اړوندو کې د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د برېښنا شرکت د انجنیرانو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده، چې له امله یې د یاد شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی. په ورته وخت کې برېښنا شرکت چاودنه مني؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د چاودنې مسئولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.